IQNA

  د مصر ملي کتابتون؛ د تاریخي قرآنونو یوه خزانه

10:31 - May 07, 2025
د خبر لمبر: 3491077
ایکنا -  د مصر ملي کتابتون (دارالکتب)،چې د مصر د کتابتونونو او ملي سندونو د ادارې یوه برخه ده، د تاریخي او نفیسو قرآنونو د ساتنې مرکز دی.

  د مصر ملي کتابتون؛ د تاریخي قرآنونو یوه خزانه

ایکنانیوز د المصری الیوم له قوله رپور راکوي، د دغې مشر او د اسلامي او قبطي آثارو Panjandad  له المصری الیوم» سره په خبرو اترو کې وویل،دا مرکز چې په ۱۸۲۸ کال کې تاسیس شوی، د افریقا لومړنی ملي آرشیف او په نړۍ کې له انګلستان او فرانسې وروسته دریم مرکز دی.

په دغه کتابتون کې د بېلابېلو تاریخي دورو نادر قرآنونه ساتل کېږي،چې له هنري او خطي پلوه ځانګړي دي. یو له پخوانیو قرآنونو څخه «مصحف عثمان» دی، چې د اوښ په پوستکي  باندې په ساده کوفي خط سره ، پرته له نښو او حرکتونو لیکل شوی او  عثمان بن عفان په نامې سره منسوب  دی.

بل قرآن د امام جعفر صادق (ع) منسوب دی، چې د ۱۴۸ هـ ق کال پورې اړه لري او کابو ۱۳۰۰ کلنه مخینه  لري. د «قرآن ابن قلاوون» او «قرآن قلچیتو» نور نادر قرآنونه دي، چې دویم ئې په ۱۹۹۲ کال کې د یونسکو د نړیوال میراث په فهرست کې ثبت شوی دی.

طلعت وویل، دا قرآنونه پرته له کوم بدلون په خپل اصلي بڼه ساتل شوي او د ناصر محمد بن قلاوون د سلطنت د وخت په څېر نندارې ته وړاندې شوي دي.

 

کتابخانه ملی مصر؛ گنجینه‌ای از قرآن‌های تاریخی + فیلم

کتابخانه ملی مصر؛ گنجینه‌ای از قرآن‌های تاریخی + فیلم

 

https://iqna.ir/fa/news/4280239

captcha